زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ځوانانو د یووالي په نوم د فوټبال سیالۍ د هریرود لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د زابل ولايت د بدني روزنې او سپورټ امریت له لوري او د لوبغاړو په مالي لګښت د فوټبال سیالۍ، چې پنځه ورځې مخکې څلورو لوبډلو ترمنځ د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې پیل شوې وې د هریرود لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
په دغو سیالیو کې هریرود، لب دریا، استقلال او شوبار لوبډلو ګډون کړی و، په پایلوبه کې هریرود لوبډلې وکولی شول خپلې سیالې استقلال لوبډلې ته د ۵/۱ ګولونو په توپیر ماتې ورکړي او اتلولي په خپل نوم کړي.
د سیالیو په پای کې د ورزش آمریت له لوري لوبغاړو ته مډالونه او ستاینلیکونه هم ورکول شول.
