پکتيا؛ روحاني بابا ولسوالۍ کې د‌ فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۰ - ۱۳:۱۶
پکتيا؛ روحاني بابا ولسوالۍ کې د‌ فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د‌ بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري،‌ د‌ ياد‌ ولايت په روحاني بابا ولسوالۍ کې د ۳۶ لوبډلو تر منځ د فوټبال سيالۍ د اتحاد B لوبډلې پۀ اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه لوبه د اتحاد B او زرمت A لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې ۳/۰ گولونو په توپير د اتحاد B لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېده.

دغه سيالۍ، چې ۲۲ ورځې يې دوام وکړ، موخه يې فوټبال لوبې ته وده ورکول و.

پۀ پای کې لومړي او دويم مقام گټونکو لوبډلو ته کپونه او مډالونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS