خوست کې د شپږ لوبډلو ترمنځ د کبډي سیالۍ پیل شوې
د خوست ولایت د بدنې روزنې او ورزش ریاست اړوند د کبډي فدراسیون د استازولۍ له لوري په تڼیوال تفریحي پارک کې د شپږ لوبډلو ترمنځ د کبډي سیالۍ پیل شوې.
د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د افغان غړو ښکلا کلب او متون بابا کلپ ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې د افغان غړو ښکلا کلپ د ۵۵/۴۳ نمرو په توپیر سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د سیالیو د پیل په مراسمو کې د فدراسیونونو استازو او د ورزش ګڼ شمېر مینوالو برخه اخیستې وه.
یادې سیالۍ له نشه يي موادو سره د مبارزې په موخه پیل شوي چې ۱۵ ورځې به دوام وکړي.
