بغلان؛ پلخمري ولسوالۍ کې د ټېنس بال کرېکټ سیالۍ د بالادوري اکاخېلو په بریا پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۹ - ۹:۳۴
بغلان؛ پلخمري ولسوالۍ کې د ټېنس بال کرېکټ سیالۍ د بالادوري اکاخېلو په بریا پای ته ورسېدې

د بغلان ولایت مرکز پلخمري ولسوالۍ اړوند حسین خېلو لېسه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېنس بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې.

یادې سیالۍ چې ۱۶ ورځې مخکې پیل شوې وې، پایلوبه یې د افغان ټایګر او بالادوري اکاخېلو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې بالادوري اکاخېلو لوبډلې خپلې سیالې افغان ټایګر لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

د دغو سیالیو د پایلوبې مراسمو ته د بغلان ولایت د بدني روزنې او سپورت آمر، د بغلان کرکټ ادارې استازی، د پښتون زلمیو کلپ مالک اتل حسین خیل او ګڼ شمیر مشرانو او د کرکټ مینه والو ګډون کړی و.

د سیالیو په پای کې غوره لوبغاړو او لوبډلو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۲۷
Background image

نيمروز؛ چخانسور ولسوالۍ کې د ورزشي جمنازيوم د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د نيمروز ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ او د برادران نورزاد شرکت له لوري د ياد ولايت په چخانسور ولسوالۍ کې د ۲۰۰۰ متره مربع په ځمکه کې د ورزشي جمنازيوم د بنسټ ډبره کېښودل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۲۰
Background image

پروان؛ سرخ پارسا ولسوالۍ کې د ۹ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په سرخ پارسا ولسوالۍ کې د ۹ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ، چې دوې اوونۍ مخکې پیل شوې وې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۱۸
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چاهي ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې شپنۍ سیالۍ وشوې.

د يادو. . .

BACK TO NEWS