پکتيکا؛ گيان ولسوالۍ کې د ټېب بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۴ - ۱۴:۷
پکتيکا؛ گيان ولسوالۍ کې د ټېب بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

پکتيکا ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند، د ټېب بال فدراسيون په نمايندګۍ او د برک( BARC) مؤسسې په مالي ملاتړ، د ياد ولايت په گيان ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو تر منځ د ټېب بال کرکټ سيالۍ د گيان ب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د گيان لېسې او د گيان ب لوبډلو تر منځ ترسره شوه، د لوبې پچه گيان لېسې لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو شپږو اورونو کې يې سیالې لوبډلې ته د ۶۵ منډو هدف وټاکو، گيان ب لوبډلې ياد هدف په پنځو اورونو کې پوره کړ او د يادو سياليو اتلولي يې په خپل نوم کړه.

دغه سيالۍ،‌ چې يو ورځ يې دوام وکړ، موخه يې د ځوانانو تر منځ ټولنيز سمون ښودل شوی و.

په پای کې لومړي او دويم مقام گټونکو لوبډلو ته نغدي ډالۍ او لوبغاړو ته ورزشي وسايل ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS