نیمروز؛ زرنج ښار کې د فټنس او بدن جوړونې اتلسم پړاو سیالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۳ - ۹:۴۷
نیمروز؛ زرنج ښار کې د فټنس او بدن جوړونې اتلسم پړاو سیالۍ ترسره شوې

د نیمروز ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همکاري د یاد ولایت په مرکز زرنج ښار کې د څلور کلپونو د ۳۵ تنو ځوانانو او ډېر عمر لرونکو ورزشکارانو ترمنځ د فټنس او بدن جوړونې اتلسم پړاو یو ورځنۍ سیالۍ ترسره ترسره شوې.

دغه سیالۍ د ورزش ادارې مسؤولینو، د فټنس او بدن جوړونې فدراسیون د نمایندګي استازو، د رزمي سیالیو د فدراسیون استازو، د دغې برخې روزنکو او ګڼو نندارچیانو په شتون کې ترسره شوې چې، په پایله کې فولادي کلپ لومړی، عیاران سیستان کلپ دویم او ملي پوشان کلپ درېیم مقام ترلاسه کړ.

د سیالیو موخه د دغې برخې ورزش وده او د غوره لوبغاړو او استعدادونو موندل ښودل شوي دي.

د یادونې وړه ده، چې د سیالیو په پای کې ورزش کارانو ته مډالونه او ستاینلیکونه او استادانو ته مننلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS