په بلخ کې د ۵۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکاري او د یاد ولایت د وزلوبې فدراسیون د نماینده ګۍ له لوري د ۵۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پایله کې دوه آخرلاقونه ترسره شول، چې لومړی یې پهلوان رسول د حاجي غلام پر آس او دویم یې پهلوان فرید د حاجي ملا یوسف پر آس ترسره کړ او خوسی یې د حلال دایرې ته ورساوه.
د دغو سیالیو موخه په بلخ ولایت کې د وزلوبې سیالیو وده ښودل شوې ده.
