بامیان؛ په سیاخار بولاق فولادي کلي کې د دوستي جام والیبال سیالۍ ترسره شوې
د بامیان ولایت په سیاخار بولاق فولادي کلي کې د دوستي جام په نوم د والیبال سیالۍ د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت او والیبال فدراسیون له نمایندګي سره په همغږي د والیبال د یو تن روزنکي له لوري د ورزشي آمریت فني او مسلکي عمومي مدیر، د والیبال فدراسیون د نماینده ګي مسؤول او روزونکو په حضور کې ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې د بامیان ولایت له بېلابېلو سیمو څخه ۱۳ لوبډلو ګډ،ن کړی دی، چې ۱۵ ورځې به دوام وکړي.
د دغو لوبو د ترسره کېدو موخه د یاد ولایت د کلیو د ورزش تر منځ د ښو اړیکو رامنځته کېدل ښودل شوي دي.
