لغمان؛ قرغه يو ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ د آغراباد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۹ - ۱۰:۱۸
لغمان؛ قرغه يو ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ د آغراباد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت له خوا، د‌ واليبال فدراسيون په لارښوونې او د عبدالرحيمزيو ځوانانو په مالي همکارۍ د ۱۸ لوبډلو تر منځ د واليبال سيالۍ، وړمه ورځ پای ته ورسېدې.

د‌ سياليو پايلوبه د آغراباد او عبدالرحيمزيو لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې د ۳/۰ ميدانونو په توپير د اغراباد لوبډلې په بريا پای ته ورسېده، چې په پای کې د لومړي او دويم مقام ګټونکو لوبډلو ته کپونه، ستاينليکونه او مډالونه ورکړل شول.

د يادونې وړ ده، چې د يادو سياليو موخه له نظام څخه ملاتړ او د ځوانانو يووالی ښودل شوی و، چې ۱۰ ورځې يې دوام وکړو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۲۰:۱
Background image

کابل؛ د بدن ښکلا او فټنيس د نړيوال قهرمان علي بلال تود هرکلی او ستاینه وشوه

د هېواد ورزش ادارې او د بدن ښکلا او فټنيس ملي فدراسيون، د بدن ښکلا نړيوالو ارنولد کلاسيک سياليو قهرمان او د ماسټر اولمپيا سياليو نايب قهرمان علي بلال افغانستان ته په راتګ د تود هرکلي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۹:۵۹
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۹:۵۸
Background image

پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د شاهین بالیش لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS