کونړ؛ صافي لوبډلې د‌ ټېب بال کرکټ غوره ليک سياليو اتلولي وگټله

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۵ - ۱۶:۰
کونړ؛ صافي لوبډلې د‌ ټېب بال کرکټ غوره ليک سياليو اتلولي وگټله

د کونړ د بدني روزنې او سپورټ آمريت لخوا او د څوکۍ خصوصي ښوونځي او نورگل کارگو شرکت په مالي همکارۍ او همغږۍ سره په څوکۍ ولسوالۍ کې د ټېب بال کرکټ غوره ليک سيالۍ چې اوونۍ وړاندې د شپږو لوبډلو تر منځ‌ پیل شوې وې، وړمه ورځ پای ته ورسېدې.

د سياليو پايلوبه د صافي او مسعود لوبډلو تر منځ ترسره شوه، د لوبې پچه د صافي لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ اچونې پریکړه وکړه، مسعود لوبډلې په ټاکلو ۱۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۲۹ منډو هدف ورکړل، صافي لوبډلې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ياد هدف په ۱۰ اور کې پوره کړ، چې په دې توگه يې د ياد جام اتلولي په خپل نوم کړه. اتفاق، افغان، انصاف، صافي، څوکۍ خصوصي ښوونځی او مسعود هغه لوبډلې وې، چې په دې سیالیو کې د یو بل پر وړاندې ولوبېدې.

د‌يادونې وړ ده چې، د يادو سياليو موخه سپورټ ته د‌ ځوانانو هڅول و، چې ۱۸ ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۴
Background image

کابل کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د رګبي ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د رګبي ملي فدراسیون له لوري د ياد رياست په غازي سټيډيوم کې د کابل او کاپيسا ولايتونو څخه د څلورو لوبډلو ترمنځ د کابل رګبي لوبډلې ټاکنیزې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۱
Background image

خوست؛ اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ کې د پارکور نندارې وشوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ د اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ په ډاب سيمه کې د ۲۵ ورزشکارانو له لوري د پارکور زړه راښکونکې نندارې وشوې.

د يادو نندارو موخه له نشه يي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۲۴
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د شپږ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري او د اویک مؤسسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د شپږ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه اوونۍ به دوام. . .

BACK TO NEWS