په خوست کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ ترسره شوې
د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند پاورلفټېنګ فدراسيون له لوري د درېيو کلبونو ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ ترس ه شوې.
د دغوسياليو په پایله کې اتلان کلب د شپږو مډالونو په ګټلو سره لومړی او ارمان کلب د څلورو مډالونو په ګټلو سره دويم مقام خپل کړل.
هېره دې نه وي چې په پای کې غوره ورزشکارانو ته د قهرمانۍ حکمونه او مډالونه ورکړل شول.
