میدان وردګ؛ پهمرکز ميدان ښار کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د ميدان وردګو ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت او والیبال فدراسيون له لوري د مرکز اړوند په قلعه قیام کلي کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ چې درې ورځې یې دوام وکړ، د سپین غر لوبډلې په بريا پای ته ورسېدې.
په پایلوبه کې سپین غر لوبډلې خپلې سيالې ناصر اباد لوبډلې ته د ۲-۱ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د يادونې ده چې د یادو سياليو موخه د والیبال ورزش ته وده ورکول او د ورزشکارانو ترمنځ د یووالي فضا رامنځته کول ياد شوي دي.
