زابل؛ مرکز قلات کې د اتو لوبډلو تر منځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د زابل ولايت په مرکز قلات ښار کې د بدني روزنې او سپورټ آمريت، د YHDO د مؤسسې په مالي ملاتړ او د ياد ولايت د والیباب فدراسیون د استازولۍ لخوا د اتو لوبډلو ترمنځ له نشه يې توکو سره وړاندې د مبارزې په نوم د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې. په دې سیالیو کې طوفان هریرود، شیخ متي بابا، هریرود، شیخ متي اتلان، پوهنتون لوبډله، ولایتي روغتون، دچېنو لوبډله او بابا هوتک لېسې لوبډلې د د یو بل پر وړاندې ولوبېدې. د یادو سیالیو پایلوبه د پوهنتون او شيخ متي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې ۲/۰ مېدانونو په توپير سره پوهنتون لوبډلې بريا خپله کړه.
د لومړي او دوېيم مقامونو گټونکو ته يادې مؤسسې لخوا سپورټي وسايل او د دې تر څنګ د سپورټ آمريت لخوا لوبغاړو ته ستاينليکونه ورکړل شول.
د يادونې وړ ده چې، د يادو سياليو موخه، د نشه يې توکو پر وړاندې مبارزه او سپورټ ته د ځوانانو هڅول و.
