کندز؛ پۀ امام صاحب ولسوالۍ کې، د ۷۵ چاپندازانو تر منځ د وزلوبې سيالۍ تر سره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۵ - ۹:۴۶
کندز؛ پۀ امام صاحب ولسوالۍ کې، د ۷۵ چاپندازانو تر منځ د وزلوبې سيالۍ تر سره شوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست ، د ياد ولايت د بزکشۍ فدراسيون د نماینده ګۍ په همکارۍ او د امام صاحب ولسوالۍ سپورټي کمېټې په همغږۍ د يادې ولسوالۍ د باسوس ريگ د وزلوبې پۀ لوبغالي کې د ۷۵ چاپندازانو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې. د یادو سيالیو په پای کې د مېدان د حکم له لورېي دوه اخرالاقه اعلان شول، چې لومړی اخرالاق شفيق الله پهلوان او دويم اخرالاق ذبيح الله پهلوان د روح الله نظر ي په آس تر ټاکلې حلالې دایرې پورې ورسول، چې ګټونکي اعلان شول، د سيالۍ په پای کې د آس خاوند له لورې دواړو چاپندازانو ته نقدي انعامونه ورکړل شول.

د دې سيالۍ د تر سره کېدو موخه، د را روانې پنځمې دورې د بزکشۍ ليک ته تيارې ښودل شوی دی، چې په نږدې وختونو کې به، په مرکز‌‌ کې پېل شي او د دې تر څنگ د يادې ولسوالۍ د خلکو تر منځ د سالمې تفريح برابرول و.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۴
Background image

کابل کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د رګبي ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د رګبي ملي فدراسیون له لوري د ياد رياست په غازي سټيډيوم کې د کابل او کاپيسا ولايتونو څخه د څلورو لوبډلو ترمنځ د کابل رګبي لوبډلې ټاکنیزې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۱
Background image

خوست؛ اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ کې د پارکور نندارې وشوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ د اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ په ډاب سيمه کې د ۲۵ ورزشکارانو له لوري د پارکور زړه راښکونکې نندارې وشوې.

د يادو نندارو موخه له نشه يي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۲۴
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د شپږ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري او د اویک مؤسسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د شپږ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه اوونۍ به دوام. . .

BACK TO NEWS