د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د ازموينو کمېټې د اداري کارکوونکو د ګومارنې په موخه ازموینه واخیسته
د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست له لوري د اداري کارکوونکو د ګومارلو په موخه په درې برخو (اداري، فني او مسلکي او تفتیش ) کې د خالي بستونو لپاره له ۳۳ کسانو ازموینه واخیستل شوه.
د ازموینې په دغه بهیر کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رئیس اتل مشواڼي، ورزشي مشاورینو محمد یوسف افتخار او ګلاب الدین خپلواک، د ورزشي زده کړو آمر حمیدالله صافي او د یادې کمېټې غړي حکمت الله ظهیر ګډون کړی و.
د ازموینې په پیل کې د اطلاعاتو او عامه پوهاي رئیس ښاغلي اتل مشواڼي د ازموینې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ازموینې په اړه پوره معلومات ورکړل او د ازموینې د شفافیت په اړه یې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ.
د یادونې وړ ده، چې د پایلو له اعلان روسته به وړ او بریالي کسان په اړوندو بستونو کې پر دندو وګومارل شي.
