نورستان؛ مرکزي زندان کې د زندانیانو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۲ - ۱۱:۲۷
نورستان؛ مرکزي زندان کې د زندانیانو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د نورستان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت او د یاد ولایت د زندان آمریت سره په همکارۍ د زندانیانو ترمنځ د څلورو لوبډلو د والیبال سیالۍ پیل شوې.

دا سیالۍ چې درې ورځې به دوام وکړي، حماس، ټایګر، کوهستار او والینار لوبډلو پکې ګډون کړی.

د سیالیو په پیل لوبه کې حماس او ټایګر لوبډلې سره ولوبېدې، چې د ۰-۲ په توپیر د حماس لوبډلې په بریا پای ته ورسېده.

ورزش ته د ځوانانو هڅول او له نشه يي موادو سره مبارزه د یادو سیالیو موخه ښودل شوې ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۱:۴۹
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټسال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټسال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې، چې ۲۴ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۱:۴۸
Background image

پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې بخت محمد لومړی، مطیع الله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۱:۴۵
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د پانکرېشن سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یا ولایت په مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د پانکرېشن سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې د استاد. . .

BACK TO NEWS