کابل؛ د باسکټبال شپږم پړاو د غوراوي درې پر درې سبک سیالۍ د کابل (الف) لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۱ - ۱۸:۵۶
کابل؛ د باسکټبال شپږم پړاو د غوراوي درې پر درې سبک سیالۍ د کابل (الف) لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

د باسکټبال درې پر درې سبک د غوراوي سیالیو شپږم پړاو، چې پنځه ورځې وړاندې د ۸ لوبډلو او ۴۰ لوبغاړو په ګډون پیل شوی و؛ د کابل (الف) لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد.

د دې سیالیو په پای لوبه کې د کابل (الف) او هرات لوبډلو له یو بل سره لوبه وکړه، چې کابل (الف) لوبډلې د ۱۸ امتیازونو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام او د هرات لوبډلې د ۱۳ امتیازونو په ګټلو سره ددې پړاو د غوراوي سیالیو دویم مقام وګاټه.

د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو په پایلوبه کې چې د ددې ریاست په ۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې ترسره شوه؛ د بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست تخنيکي او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان، د بدني روزنې او سپورټ رياست د دفتر رئيس مولوي فضل الرحمن بري، د فوټبال فدراسیون رئیس یوسف کاګر، د عامه پوهاوي او اطلاعاتو رئیس اتل مشواڼي، اړوندو مسوولانو او ګڼو نندارچیانو ګډون کړی وو.

د دغو سیالیو د ترسره کولو موخه د باسټکبال د درې پر درې سبک سیالیو ته د وړ او ځوانانو څېرو موندل او بهرنیو سیالیو ته استول وو.

د یادونې وړ چې د دې سیالیو له منځه ۱۲ تنه ورزشکاران د باسکټبال د ملي لوبډلې لپاره غوره شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۴
Background image

کابل کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د رګبي ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د رګبي ملي فدراسیون له لوري د ياد رياست په غازي سټيډيوم کې د کابل او کاپيسا ولايتونو څخه د څلورو لوبډلو ترمنځ د کابل رګبي لوبډلې ټاکنیزې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۱
Background image

خوست؛ اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ کې د پارکور نندارې وشوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ د اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ په ډاب سيمه کې د ۲۵ ورزشکارانو له لوري د پارکور زړه راښکونکې نندارې وشوې.

د يادو نندارو موخه له نشه يي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۲۴
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د شپږ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري او د اویک مؤسسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د شپږ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه اوونۍ به دوام. . .

BACK TO NEWS