ننګرهار؛ سره رود ولسوالۍ کې د ۳۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال یو میاشتنی ټورنمېنټ پیل شو

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۹ - ۲۰:۳۵
ننګرهار؛ سره رود ولسوالۍ کې د ۳۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال یو میاشتنی ټورنمېنټ پیل شو

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په لارښوونو د یاد ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د شهید ډاکټر محمد یعقوب په نوم د ۳۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال ۳۰ ورځنۍ سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو د پیل لوبه د بډیالۍ او قلعه معروف د والیبال لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې د بډیالۍ لوبډلې ۳ـ۰ په مقابل کې د قلعه معروف لوبډلې ته ماتې ورکړه او د لومړۍ لوبې بریا یې په خپل نوم کړه.

د روان ټورنمېټ دویمه لوبه نن یکشنبه د حاجي صاحبانو او د مومندرې ولسوالۍ د والیبال لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS