کابل؛ په ۳/۳ سبک کې د باسکټبال د شپږم پړاو پنځه ورځنۍ سیالۍ پیل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۹ - ۲۰:۱۹
کابل؛ په ۳/۳ سبک کې د باسکټبال د شپږم پړاو پنځه ورځنۍ سیالۍ پیل شوې

د بدني روزنې او او ورزش عمومي ریاست په ۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې د اتو ولایتونو د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د باسکټبال شپږم پړاو سیالۍ په ۳/۳ سبک کې پیل شوې.

د باسکټبال په دې سیالیو کې د اتو ولایتونو(کابل، هرات، بامیان، ننګرهار، غور، غزني، بلخ او سمنګان) ۹ لوبډلو ګډون کړی.

د یادونې ده، چې د باسکټبال دا سیالۍ به ۵ ورځې دوام ولري، چې په پای کې به له یادو ۴۰ تنو ورزشکارنو ۱۲ تنه غوره شي. له ټاکل شویو ۱۲ تنو ۴ تنه ورزشکاران ملي، ۴ تنه له ۲۳ کلنو کم عمره او ۴ تنه له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلو ته وټاکل شي.

د باسکټبال ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو او څېرو موندل او ۳/۳ سیالیو وده او پراختیا د یادو سیالیو موخه ښودل شوې ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS