خوست؛ د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ متون اتفاق لوبډلې وګټلې
د خوست ولایت مرکز کې د چغۍ کلي د ځوانانو له لوري د ۴۰ لوبډلو ترمنځ دوې میاشتې وړاندې د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې پایلوبه یې متون اتفاق لوبډلې وګټله.
د سیالیو پایلوبې ته متون اتفاق او ګربز تندر لوبډلو لاره وموندله، چې په لومړي پړاو کې ګربز تندر په ټاکلو اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو مقابلې لوبډلې ته ۹۴ منډې هدف وټاکه. متون اتفاق لوبډلې په ټاکلو اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو یاد هدف پوره او د ټورنمېنټ ګټونکې شوه.
د ۴۳ منډو په جوړولو ذبیح الله محمدي د پایلوبې غوره توپوهونکی، نورولي ارین د ټورنمېنټ غوره توپوهونکی او عرفات د سیالیو غوره توپ اچوونکي لوبغاړو په توګه ونومول شول.
د پایلوبې په مراسمو کې ګڼو مشرانو او د ورزش مینه والو ګډون درلود، چې ګټونکې لوبډلې ته موټرسایکل او نورو لوبغاړو ته بېلابېلې جایزې ورکړل شوې.
