ننګرهار؛ تورخم ښارګوټي کې راستنېدونکو هېوادوالو ته د هرکلي په موخه د پارکور نندارې وړاندې شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په لارښوونو او همغږۍ د پارکور فدراسیون د استازولۍ له لوري د تورخم ښارګوټي په عمري کمپ کې له پاکستان څخه د افغان مهاجرو هیوادوالو د ښه راغلاست په موخه د پارکور لوبو نمایشونه وړاندې شول.
په یادو نمایشاتو کې د پارکور لوبغاړو له لوري کډوالو ته د ښه راغلاست او سالمې تفریح په موخه بېلابېل، جالب او په زړه پورې نمایشات ترسره شول.
د هرکلي په موخه جوړو شویو نندارو کې ورزشي مسوولینو او ګڼو ننداره چیانو ګډون درلود.
د یادونې ده، چې د پارکور فدراسیون د استازولۍ له لوري دا لومړی ځل دی، چې په تورخم ښارګوټي کې راستنېدونکو هېوادوالو ته نمایشات وړاندې کوي.
