کندهار؛ د ووشو ۱۷ ورزشکارانو د ارتقاء بېلابېل کمربندونو وروتړل شول
د کندهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست او د ووشو فدراسیون د استازولۍ له لوري د ووشو ۱۷ ورزشکارانو ته د ارتقا کمربندونه وروتړل شول.
د کندهار د ووشو فدراسیون استازولۍ د مسئولانو په خبره، په دې کمربندونو کې ۷ ژړ، ۴ نارنجي، ۳ زرغون او ۳ شین رنګ کمربندونه ورزشکارانو ته وروتړل شول.
په مراسمو کې د کندهار ولایت د بدني روزنې او ورزش رییس سربېره، د ووشو فدراسیون استازو، ورزشکارانو او ننداره چیانو ګډون درلود.
د کمربندونو د ارتقا په یاد پروګرام کي ورزشکارانو بېلابېل ورزشي نمایشونه ترسره کړل.
