په بلخ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د غیږ نیونې سیالۍ ترسره شوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت له لوري د غیږ نیونې فدراسیون له استازولۍ سره په همکارۍ د یاد ولایت په مرکزي کلب کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې.
دغه سيالۍ، چې یوه ورځ یې دوام وکړ، ځوانانو او نویو ځوانانو د دبېلابېلو وزنونو په پورته کولو سره پکې ګډون کړی وو.
د یادو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ د غیږ نیونې وده او د هغوی ترمنځ د تکتیکونو لېږدول ښودل شوي دي.
