خوست؛ د باک ولسوالۍ د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي شمل خېلو لوبډلې وګټله

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۵ - ۹:۱۷
خوست؛ د باک ولسوالۍ د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي شمل خېلو لوبډلې وګټله

د خوست ولايت د شمل خېلو پر لوبغالي د ۴۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي شمل خېلو لوبډلې خپله کړه‌.

يادې سيالۍ دوه مياشتې وړاندې پيل شوې وې او د نوموړي ولايت له مختلفو ولسواليو څخه پکې لسګونو لوبډلو ګډون کړی و.

د دغو سياليو پايلوبه د شمل خېلو اتلانو او شاهين بابکر خېلو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، لومړی توپوهنه شاهين بابکر خېلو لوبډلې ترسره کړه او په ټاکلو اوو اورونو کې يې سيالې لوبډلې ته ۵۱ منډې هدف کېښود، بل لوري ته شمل خېلو اتلانو لوبډلې ياد هدف د لوبې په درېيم اور کې پوره کړ او په لسو ويکټو يې ماتې ورکړه.

هېره دې نه وي چې په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته کپونه، مډالونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۴
Background image

کابل کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د رګبي ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د رګبي ملي فدراسیون له لوري د ياد رياست په غازي سټيډيوم کې د کابل او کاپيسا ولايتونو څخه د څلورو لوبډلو ترمنځ د کابل رګبي لوبډلې ټاکنیزې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۱
Background image

خوست؛ اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ کې د پارکور نندارې وشوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ د اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ په ډاب سيمه کې د ۲۵ ورزشکارانو له لوري د پارکور زړه راښکونکې نندارې وشوې.

د يادو نندارو موخه له نشه يي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۲۴
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د شپږ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري او د اویک مؤسسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د شپږ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه اوونۍ به دوام. . .

BACK TO NEWS