ننګرهار؛ خوږیاڼو ولسوالۍ کې د اتلسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۴ - ۱۳:۲۲
ننګرهار؛ خوږیاڼو ولسوالۍ کې د اتلسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدنې روزنې او ورزش ریاست په لارښوونه او همغږۍ د نظام د ملاتړ او ورستیو لاسته راوړنو په موخه د خوږیاڼو ولسوالۍ په قیلغو سیمه کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو په لومړۍ لوبه کې ننګرهار اذرخش لوبډلې د پچې په ګټلو سره لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکلو لسو اورونو کې يې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۰۷ منډو هدف وټاکه، خو قیلغو لوبډله د یاد هدف په پوره کولو کې پاتې راغله او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره يې ۷۳ منډې جوړې کړې، چې د ۳۰ منډو په توپیر يې ماتې وخوړه.

د یادو سیالیو نندارې ته د خوږیاڼو ولسوالۍ قومي مشران، ځوانان، ورزشکاران او د کرکټ د لوبې ګڼ مینه‌وال ورغلي وو.

دا سیالۍ، چې ۲۰ ورځې به دام وکړي، بله لوبه به يې د چمتلې او د سپین ځایو د کرکټ لوبډلو ترمنځ ترسره وشي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۱۸
Background image

هلمند، په نهر سراج ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسیدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټیپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري په نهر سراج ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سيالۍ، چې درې اوونۍ يې دوام وکړ پای ته. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۱۴
Background image

زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د ٢٧ ورزشکارانو ترمنځ د پانکریشن سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د پانکریشن فدراسیون د استازولۍ له لوري، د زابل ولايت په مرکز قلات ښار کې د دوو کلبونو د ورزشکارانو ترمنځ د پانکريشن سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۷
Background image

کابل کې د ۱۹۳ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنيس سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږۍ د بدن ښکلا او فټنيس مل فدراسيون له لوري د کابل ښار د لوديځ زون د ۴۱ کلبونو څخه د ۱۹۳ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنيس نوولسم. . .

BACK TO NEWS