هلمند؛ په ګرمسېر ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د ٨ لوبډلو ترمنځ د واليبال سياليو اتلولي ګرمسېر الف لوبډلې خپله کړه.
د دغو سياليو په پايلوبه کې ګرمسېر الف لوبډلې خپلې سيالې اعظمي لوبډلې ته د ۳_۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
هېره دې نه وي چې په يادو سياليو کې د مرکز لښکرګاه، مارجې او ګرمسېر ولسوالۍ لوبډلو ګډون کړی و.
