په کونړ کې د فوټبال سيالۍ د ياسر عزيز لوبډلې په بريا پای ته ورسېدې
د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت د فوټبال فدراسيون په همغږۍ د ياد ولايت په مرکز څاګي سيمه کې د درېوو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سياليو اتلولي ياسر عزيز لوبډلې خپله کړه.
دغه سيالۍ د څاګي اتلان، حاجي رييس او ياسر عزيز لوبډلو ترمنځ ترسره شوې او شپږ ورځې يې دوام وکړ.
د يادو سياليو په پايلوبه کې ياسر عزيز لوبډلې خپلې سیالې څاګي اتلانو لوبډلې ته د ۴_۳ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او لوبه یې وګټله.
