میدان وردګ؛ سیدآباد ولسوالۍ کې د ۲۴ ښوونځیو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د میدان وردګ په سیدآباد ولسوالۍ کې د بدني روزنې او ورزش آمریت او د یاد ولایت د پوهنې ریاست په همغږۍ، د ۲۴ ښوونځیو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې.
د ۲۴ لوبډلو له ډلې ۴ ټیمونه" تنګي امام ابوحنیفه، د آبدرې د شهیدانو لېسه، د باغک لېسه او عثمانیه لېسه" پایلوبې ته ووتلې، چې عثمانیه لېسې د ۲-۰ ګولونو په توپیر لومړی او باغک لېسې دویم مقام ترلاسه کړ.
د یادو سیالیو موخه د ځوانانو یووالی او د غوره اړیکو جوړول و.
د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري ګټونکو لوبډلو ته کپونه او مډالونه ورکړل شول.
د یادونې ده، چې د میدان وردګ د پاتې ولسوالیو ترمنځ به هم ورته لوبې ترسره او د ولایت په کچه به پایلوبې ته لوبډلې ووځي.
