کابل؛ د سوک وهنې د ۸۶ کلبونو ۱۲ ورځنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۲ - ۱۲:۴۳
کابل؛ د سوک وهنې د ۸۶ کلبونو ۱۲ ورځنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې

په مرکز کابل کې د سوک وهنې ملي فدراسیون له لوري د ۸۶ کلبونو ترمنځ ۱۲ ورځنۍ سیالۍ د ۲۶ لوبغاړو په لومړي او دویم مقام ترلاسه کولو پای ته ورسېدې.

د سوک وهنې په دې سیالیو کې د ۸۶ کلبونو ۴۳۳ تنو ورزشکارانو ګډون کړی و، چې پایلوبې ته یې ۲۶ ورزشکاران ووتل، چې لومړيو ۱۳ تنه ورزشکارانو یې اول او پاتې ۱۳ تنو یې دویم مقام ترلاسه کړ.

د یادو سیالیو موخه د سوک وهنې ملي لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو موندل او ور پېژندل وو.

د یادونې ده، چې د سوک وهنې په یاده پایلوبه کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ د رئيس مولوي احمدالله وثیق، کورنيو چارو وزارت وياند مفتي عبدالمتين قانع، د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست نورو رئيسانو، ورزشي مشاورينو او د فدراسیون پر استازو سربېره، ګڼو ننداره چیانو هم ګډون درلود.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS