میدان وردګ؛ د کرکټ ټېپ بال سیالۍ د سیدآباد عالي لېسې په بریا پای ته ورسېدې
د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت او د کرکټ ټېب بال فدراسیون له خوا او د یاد ولایت د پوهنې ریاست په هماهنګۍ د ښوونځیو په کچه د ټېپ بال سیالۍ په سیدآباد ولسوالۍ کې د یادې ولسوالۍ د عالي لېسې په بریا پای ته ورسېدې.
د کرکټ په دغو لوبو کې د سید آباد ولسوالۍ ۲۲ لوبډلو ګډون کړی و، چې پایلوبې ته یې د سیدآباد او لوړي عالي لېسې ووتلې.
د سید آباد عالي لېسې لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکلو ۱۰ اورونو کې یې ۱۲۶ منډې هدف مقابلې لوبډلې ته وټاکه، چې مقابلې لوبډلې د ټولو وېکټو په سوځولو سره یوازې ۸۶ منډې وکړې، چې سید آباد لوبډله د یادو سیالیو ګټونکې شوه.
د یادو سیالو موخه د ښوونځیو د ټېب بال لوبغاړو ترمنځ ښه همغږي او یووالی ښودل شوی.
