په مسکو کې د افغانستان سفارت مستشار د روسیې د موټرسایکل سپورټ په کلني کنفرانس کې ګډون وکړ

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۳۰ - ۱۳:۵۱
په مسکو کې د افغانستان سفارت مستشار د روسیې د موټرسایکل سپورټ په کلني کنفرانس کې ګډون وکړ

په مسکو کې د ا.ا.ا مستشار ښاغلي حافظ عبدالله یاسر د هغه هیواد د موټرسایکل ځغلونې د سپورټ په کلني کنفرانس کې د هغه هیواد په رسمي بلنه برخه اخیستې وه. په مسکو کې د ا.ا سفارت مسوولان وایي چې یاد کنفرانس تېره شنبه د جمادي الاول پر څلورمه چې د روان لمریز لېږدیز کال د لړم ۲۷مه کیږي؛ د هغه هیواد په پلازمېنه مسکو ښار کې جوړ شوی و. په هغه کنفرانس کې د موټرسایکل ځغلونې د فدراسیون پر مشرتابه سربېره د نوموړي هیواد د بهرنیو چارو او سپورټ وزارت لوړپوړو دولتي او نادولتي استازو برخه اخیستې وه.

د کنفرانس په ترڅ کې په مسکو کې د ا.ا.ا. سفارت مستشار حافظ یاسر عبدالله هم وینا واوروله. نوموړي په دې کنفرانس کې يې د افغانستان د سپورټ په اړه معلومات وړاندې کړل او همداشان یې د روسیې د موټرسایکل ځغلونې فدراسیون له مشر ښاغلي الکساندر واسیلېویچ څخه د همکارۍ په پار مننه وکړه. ښاغلي حافظ زیاتوله: (( ورزش نه یوازې دا چې د انسان د روغتیا لپاره اړین دی؛ بلکې د نوې نړۍ د هیوادونو او ملتونو ترمنځ د دوستۍ د پل حیثیت هم لري. د ا.ا. په راتګ افغانستان امن شوی او په همدې سبب په هیواد کې ورزش خورا پرمختګ کړی.)) نوموړي وړاندې وويل، چې د افغانستان د ورزش ادارې تر چتر لاندې ۵۲ رسمي فدارسيونونه فعاليت کوي، چې په منځنۍ کچه په هره میاشت کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې نږدې ۳۰۰ رسمي، تشویقي او نورې لوبې ترسره کیږي.

حافظ زياته کړه: ((موږ په افغانستان کې د موټر سايکل ځغلونې فدراسيون هم لرو، چې په ۱۲ولايتونو کې استازولۍ لري او په دې برخه کې ۶۰۰ ثبت شوي لوبغاړي په لوبو بوخت دي.)) د ده له انده چې په تېر کې هره میاشت په لوګر، ميدان وردګ، باميان، ننګرهار او نورو ولایتونو کې د موټرسایکل ځغلونې باقاعده سیالۍ ترسره شوي دي.

د روسیې د موټرسایکل ځغلونې فدراسیون مشر الکساندر ویلي چې دوی نیت لري، چې په ۲۰۲۴ میلادي کال کې هم یادې سیالۍ چمتو کړي او دا ځل به په هغو سیالیو کې افغان لوبغاړو ته هم بلنه ورکړل شي.

ده ویلي چې له افغان ورزشکارانو سره به خپلې تجربې شریکوي او هغوی ته به د لا پرمختګ او ودې زمینه برابره کړي.

په یاد کنفرانس کې ژمنه شوې چې د افغانستان د سپورټ له ادارې سره په همغږۍ به د روسیې او افغانستان ترمنځ د( دوستۍ جام) تر نامه لاندې یوه سیالۍ هم جوړه شي. ویل کیږي چې د موټرسایکل ځغلونې دا ځغاسته به له مسکو څخه تر کابله او له کابله بېرته تر مسکو ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د افغانستان د سپورټ ادارې چارواکي مسکو ته تللي وو او د هغه هیواد د سپورټ وزارت له مسوولانو سره یې کتلي وو.

یادونه کوو چې افغانستان یو غرنی هیواد دی، د غرنو ګڼې لړۍ ترې راتاوې دي او د موټرسایکل ځغلونې لپاره

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۷
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ارګ رستورانت لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۴
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د واکوکیک بوکسنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کیک بوکسینګ ټاکنیزي سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نويو ځوانانو،ځوانانو اولویانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۱
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د روحاني لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS