دایکنډي؛ له ۱۸ کلنو د کم عمره فوټبالرانو د اووه ټیمونو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۸ - ۲۱:۴۴
دایکنډي؛ له ۱۸ کلنو د کم عمره فوټبالرانو د اووه ټیمونو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت او د فوټبال فدراسیون له لوري له ۱۸ کلنو د کم عمره فوټبالرانو د اووه ټیمونو ترمنځ د فوټبال سیالۍ، چې د یاد ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې پیل شوې وې، د زردني ټیم په بریا پای ته ورسېدې.

په یادو سیالیو کې چپراسک، زردني، غاف، باغ، غوچان، کته سنګ او سراود ټیمونو برخه لرله.

د یادو سیالیو په وروستي پړاو کې نوجوانان چپراسک او زردني ټیمونه سره مخ شول، چې زردني ټیم د ۰-۲ په توپیر د یادو سیالیو لومړی او جوانان چپراسک دویم مقام ترلاسه کړ.

د دغو سیالیو موخه په دایکندي ولایت کې له ۱۸ کلنو د کم عمره غوره فوټبالرانو موندل او پېژندل وو.

د سیالیو په پای کې د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري غوره لوبغاړو ته کپ، مډال او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۲۹
Background image

بلخ کې د ۷ ولایتونو په گډون د فول رزم سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د فول رزم فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې له ۷ ولایتونو ٧٠ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم آزادې سیالۍ وشوې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۲۷
Background image

د کابل - پنجشیر په لاره د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د موټرسايکل ځغلونې نندارې ترسره شوې

د بايسکل ځغلونې او موټرسایکل ځغلونې ملي فدراسيون له لوري د کابل، ميدان وردګ او پنجشېر ولایتونو ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ په فري سټايل سبک کې د موټرسايکل ځغلونې نندارې ترسره شوې.

دغه نندارې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۱۸
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قلعه زال ولسوالۍ کې د نويو ځوانانو ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د آق تپې نويو. . .

BACK TO NEWS