نیمروز؛ پيام شهدا لوبډلې د چخانسور ولسوالۍ د فوټسال الف لوبډلو د لیګ اتلولي خپله کړه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۸ - ۲۱:۳۹
نیمروز؛ پيام شهدا لوبډلې د چخانسور ولسوالۍ د فوټسال الف لوبډلو د لیګ اتلولي خپله کړه

د نیمروز ولایت د چخانسور ولسوالۍ د فوټسال د الف لوبډلو لیګ سیالۍ، چې یوه میاشت وړاندې د نیمروز د ورزش آمریت په همکارۍ د فوټبال فدراسیون له لوري د پنځو لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، د پیام شهدا لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسیدې.

د سیالیو د پای په مراسمو کې د ورزش مسؤولينو، د فوټبال فدراسيون استازو، د ملکي او نظامي ادارو مسوولينو او ګڼ شمېر مينوالو برخه اخيستې وه.

په پایلوبه کې پیام شهدا او شاقیس لوبډلې له یو بل سره ولوبېدې، په پایله کې پیام شهدا لوبډلې د ۱۵ امتیازونو په ګټلو سره لومړی او شاقیس لوبډلې د ۱۲ امتیازونو په ګټلو سره دویم مقام خپل کړ.

په پای کې د مسوولينو له لوري ګټونکو لوبډلو او غوره لوبغاړو ته کپونه او مډالونه ووېشل شول.

د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه په چخانسور ولسوالۍ کې د فوټسال وده او پراختيا وه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۴:۴۹
Background image

کابل کې د لسو ولايتونو د ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ سراسري ملي ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رياست سره په همغږۍ د پهلوانۍ ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار په ګډون د هېواد له ۱۰ ولايتونو څخه د ۲۰۰۰ څخه د زياتو ورزشکارانو ترمنځ د «قاري حيات الله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۴:۴۶
Background image

خوست کې د ٤٥ لوبډلو ترمنځ د فوتبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز متون ښار په ملي اماني لوبغالي کې د ٤٥ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د کاروان تسل لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

دا سیالۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۴:۳۸
Background image

د غزني مرکز کې د ۴۳ لوبډلو ترمنځ د نېزه وهنې سيالۍ وشوې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دوديزو لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د مرکز په اسفند دښته کې د ۴۳ لوبډلو ۱۷۲ نېزه وهونکو ترمنځ د. . .

BACK TO NEWS