زابل؛ په شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو په ګډون د لاس چپه کولو محلي سیالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۷ - ۱۰:۳۲
زابل؛ په شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو په ګډون د لاس چپه کولو محلي سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په مرسته د ملي او دودیزو ورزشونو مدیریت له لوري د دې ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ځوانانو او لویانو په سني کټګوریو کې د فیروزي کیک جیستوی او جوانان کي وان بکسینګ د ۳۰ ورزشکارانو په ګډون د لاس چپه کولو محلي دودیزې سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ، چې د شاجوی ولسوالۍ مرکز کې په فیروزي ورزشي کلب کې د یوې ورځې لپاره ترسره شوې، موخه یې د ورزشي کلبونو ترمنځ همغږي رامنځته کول، ورزش ته د ځوانانو هڅول او په زابل ولایت کې د محلي دودیزو لوبو وده ده.

په پای کې د فیروزي کیک جیتسو ورزشي کلب د دې سیالیو بریا ترلاسه کړه، چې د زابل ولایت د ورزش امریت له لوري غوره ورزشکارانو ته جایزې هم ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS