په ننګرهار کې د ٣٠٠ ورزشکارانو په ګډون د پهلواني سيالۍ پيل شوې
د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په مرسته د پهلواني فدراسیون له لوري د ننګرهار په مرکزي لوبغالي کې د ٤٨ کلبونو د ١٧ او ١٨ کلنو د ٣٠٠ ورزشکارانو تر منځ د پهلواني سيالۍ پيل شوې.
دغه سيالۍ، چې درې ورځې به دوام وکړي، موخه يې د ځوانانو هڅول او له نظام څخه ملاتړ دى.
