کونړ؛ په وټه پور ولسوالۍ کې د کرکټ ټېپ بال ټورنمنټ د قمچۍ لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېد

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په مالي ملاتړ په وټه پور ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د کرکټ ټېپ بال ټورنمنټ د قمچۍ لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېد.
د دې ټورنمنټ په پايلوبه کې د قمچۍ او وټه پور لوبډلې سره مخ شوې، چې وټه پور لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو ١٢ اورونو کې يې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلې لوبډلې ته د ١٤٣ منډو هدف ورکړ.
په مقابل کې د قمچۍ لوبډلې ورکړل شوى هدف د ٤ ويکټو په زيان سره د لوبې په ١١.٥ اور کې پوره کړ او لوبه يې د ٦ ويکټو په توپیر وګټله.
د دې ټورنمنټ موخه د کونړ ولايت لپاره د کرکټ ټېپ بال منظمې لوبډلې رامنځته کول دي.
په پاى کې د ورزشي مسوولینو له لوري مخکښ ورزشکاران په ورزشي ډاليو ونازول شول.