خوست؛ په باک ولسوالۍ کې د افغان کډوالو د ښه راغلاست په موخه د نېزې وهنې سیالۍ ترسره شوې
د خوست ولایت ورزشي امریت په مرسته د نېزې وهنې فدراسیون او ش.هید ب.درال.دین ح.قاني لوبډلې له لوري په باک ولسوالۍ کې له پاکستان څخه افغان کډوالو ته د ښه راغلاست په موخه د پنځو لوبډلو ٤٠ اس ځغلونکو ترمنځ د نېزې وهنې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سياليو په پايله کې د شه.ىد ب.درال.دین ح.قاني لوبډلې د ١٨٧ نمرو په ګټلو سره لومړى، د ځاځي میدان ولسوالۍ لوبډلې د ١٥٢ نمرو په اخيستلو سره دويم او د باک ولسوالۍ لوبډلې د ١٥٠ نمرو په تر لاسه کولو سره درېيم مقام تر لاسه کړ.
په پاى کې ګټونکو لوبډلو ته کپونه او مډالونه او غوره لوبغاړو ته جايزې ورکړل شوې.
