کندز؛ په مرکز کې د ۸۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست او وزلوبې فدراسیون په همغږۍ د دورې سر د وزلوبې پر لوبغالي د ۸۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې د کندز، تخار او بدخشان ولایتونو ۸۰ چاپندازان ګډون کړی و، چې په پایله کې لومړی اخرلاق سیدال پهلوان او دویم اخلاق بصیر بابا بدخشي تر ټاکلې دایرې ورساوه او بریا یې خپله کړه.
هېره دې نه وي چې د دغو سیالیو موخه د وزلوبې لیګ لپاره چمتوالی دی.
