بادغیس؛ انصاري فوتسال لوبډلې د فوتسال الف ګروپ سیالیو اتلولي وګټله

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۱ - ۲۲:۸
بادغیس؛ انصاري فوتسال لوبډلې د فوتسال الف ګروپ سیالیو اتلولي وګټله

د بادغیس ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په مرسته د فوټبال فدراسیون فوتسال کمېټې له لوري د بادغیس مرکز قلعه نو ښار په اریانا جمنازیوم کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوتسال الف لیګ ډله ییزې سیالۍ د انصاري لوبډلې په ګټه پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې انصاري لوبډلې د ۹-۵ ګولونو له پایلې سره د وحدت لوبډلې ته ماتې ورکړه په دغو سیالیو کې وحدت لوبډلې دویم مقام ترلاسه کړ.

په دغو سیالیو کې انصاري، وحدت، الماس شرق، جو جوانان امید، نبرد، استقلال، شاهین، کهکشان، سېون سټار، نخبه ګان، میهن، عطارد، ارمانؤ اتلان، مسلم او محصلین لوبډلو برخه لرله.

د یادو سیالیو په پایله کې عبدالرحمن د ۳۵ ګولونو په وهلو سره د غوره ګول وهونکي او سهیل سلطاني د غوره لوبغاړي په توګه وټاکل شول.

په پای کې د بادغیس د ورزش امریت او فوټبال فدراسیون له لوري غوره لوبډلو او ورزشکارانو ته لوح سپاس او بېلابېلې ډالۍ هم ورکړ شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS