د افغانستان د فول رزم ملي لوبډله د TkSO2019 سياليو کې د ګډون لپاره ايران ته روانه شوه.
د افغانستان د فول رزم ملي لوبډله د TkSO2019 سياليو کې د ګډون لپاره ايران ته روانه شوه.
د بدني روزنې او ورزش رياست او المپیک ملي کمېټې مشر ډاکټر حفيظ الله ولي رحيمي لوبغاړو سره د دې فېسټوال د مخه ښې غونډې مراسمو کې ګډون کړی و.
دا لوبې نن په ايران کې پېل او د اګسټ مېاشتې تر ۹ دوام کوي چې د افغانستان په استازيتوب پکې ۴ لوبغاړي ۳ ښځینه لوبغاړي د تنکيو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په کټه ګوريو کې برخه اخلي.
ډاکټر حفيظ الله ولي رحيمي لوبغاړو ته د بري هېله وکړه او دوی ته يې لارښونه وکړه چې د دې لوبو له نويو اوصو او مقرراتو سره ځان بلد کړي.
لوبو کې د اسيا او اروپا ۱۹ هېوادونه برخه لري چې د لومړي ځل لپاره ترسره کېږي.
