په کابل کې د سوک‌وهنې سراسري سيالۍ پيل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۱ - ۹:۳۳
په کابل کې د سوک‌وهنې سراسري سيالۍ پيل شوې

په کابل کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د سوک‌وهنې ملي فدراسیون په تمريناتي ځاى کې د کابل ښار په کچه د ٤٣٣ ورزشکارانو په ګډون د سوک‌وهنې سيالۍ پيل شوې.

د دې سياليو د پيل په مراسمو کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د مشورتي بورډ غړو، ورزشکارانو، ځوانانو او د دې رشتې ګنو مينوالو ګډون درلود.

په دغو سياليو کې په ١٣ وزني او لويانو سني کټګورۍ کې د کابل ښار د ټولو کلبونو ٤٣٣ ورزشکاران برخه لري چې اته ورځې به دوام وکړي.

د دغو سياليو په پايله کې به ٢٦ تنه د کابل سوک وهنې منتخبې لوبډلې ته وټاکل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۴
Background image

کابل کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د رګبي ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د رګبي ملي فدراسیون له لوري د ياد رياست په غازي سټيډيوم کې د کابل او کاپيسا ولايتونو څخه د څلورو لوبډلو ترمنځ د کابل رګبي لوبډلې ټاکنیزې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۱
Background image

خوست؛ اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ کې د پارکور نندارې وشوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ د اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ په ډاب سيمه کې د ۲۵ ورزشکارانو له لوري د پارکور زړه راښکونکې نندارې وشوې.

د يادو نندارو موخه له نشه يي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۲۴
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د شپږ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري او د اویک مؤسسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د شپږ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه اوونۍ به دوام. . .

BACK TO NEWS