ننګرهار؛ خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ۲۶ جوړو ترمنځ د ووشو ترسره شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ځوانانو د یووالي او تشویق په موخه په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ووشو دوستانه سیالۍ ترسره شوې.
په یادو سیالیو کې له پنځو کلبونو څخه ۲۶ جوړو برخه اخیستې وه، چې له یادو ۲۶ جوړو څخه یې ۲۲ تنو ورزشکارانو بریا خپله کړه او څلور جوړې مساوي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پر مهال د خوږیاڼو ولسوالۍ قومي مشرانو، ځوانانو او د ووشو لوبې ګڼ شمېر مینوالو برخه اخیستې وه او په یادو سیالیو یې خوښې څرګنده کړه.
د یادونې وړ ده هغه ورزشکارانو، چې په یادو سیالیو کې یې بریا ترلاسه کړې وه په ستاینلیکونو ونازول شو.
