په پنجشېر کې د لاس چپه کولو دودیزې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۸ - ۱۲:۱
په پنجشېر کې د لاس چپه کولو دودیزې سیالۍ ترسره شوې

د پنجشېر ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د دې ولایت په مرکز کې د عنابې، رخې او بازارک ولسواليو د ۴۰ ورزشکارانو په ګډون د پنجسېر په بازارک ورزشي میدان کې د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.

په دې سیالیو کې ګډون کوونکو ورزشکارانو له داسې پروګرامونو دایرولو څځه خوښ دي او په دې ولایت کې یې د ملي، محلي او دودیزو ورزشونو د پراختیا غوښتنه وکړه.

د یادولو ده، چې په دې وروستیو کې د دې ولایت په مرکز، ولسوالیو او کلیو کې د ملي عنعنوي ورزشونو ټولو ورزشي استازولیو په بېرته فعالېدو کې ګټور ګامونه اخیستل شوي، چې محلي او عنعنوي ورزشونه دود شي او د ټولو د منلو وړ وګرځي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۲۰:۵۵
Background image

هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ٢٠ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۲۰:۵۴
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولایت د بدنی روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د اتحاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې اتحاد. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۲۰:۴۱
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د حاجي سلطان نورزي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

BACK TO NEWS