د افغانستان د فوټبال فدراسیون او د فوټبال ملي لوبډلې د نوي سر روزونکي ترمنځ تړون لاسلیک شو

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۸ - ۹:۲۹
د افغانستان د فوټبال فدراسیون او د فوټبال ملي لوبډلې د نوي سر روزونکي ترمنځ تړون لاسلیک شو

د افغانستان د فوټبال فدراسیون او د فوټبال ملي لوبډلې د نوي انګلیسي سر روزونکي اشلي مایکل وستوود ترمنځ د روزنې یو کلن تړون لاسلیک شو.

په همدې موخه جوړ شویو مراسمو کې د فوټبال فدراسیون رئیس محمد یوسف کارګر، د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي او د فوټبال فدراسیون مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د فوټبال نوي سر روزونکي اشلي مایکل وستوود او د فوټبال فدراسیون اړوند نورو مسوولینو شتون درلود.

په پیل کې د فوټبال فدراسیون رئیس محمدیوسف کارګر خبرې وکړې نوموړي وویل؛ د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د سر روزونکي لپاره د ایران، ترکمنستان، ازبکستان او انګلیس څخه اشلي وړاندیز کړی و، چې د فوټبال فدراسیون د اجرائیه پلاوي او فني برخې مسوولینو د اشلي تجربو ته په کتو نوموړی د لوبډلې لپاره د نوي سر روزونکي لپاره غوره کړ.

ورپسې د فوټبال فدراسیون نوي سر روزونکي اشلي مایکل وستوود د غونډې ګډونوالو ته خبرې وکړي نوموړي د افغانستان د فوټبال لوبډلې د نوي سر روزنکي په حیث ګمارل کېدل یو فرصت وباله، چې دا لوبډله به یو ځای ته ورسیږي په خبره یې؛ سره له دې چې وخت کم دی ؛ خو بیا به هم له لوبغاړو سره خپلې تجربې شریکي کړي او د هغوی په روزنه کې به خپل رول په ښه ډول اداء کړي.

نوموړي ډاډ ورکړ چې د لوبډلې لپاره به داسې لوبغاړي وټاکي چې د لوبډلې او د هېواد لپاره لوبه وکړي په خبره یې؛ په دېر کم وخت کې به د لوبډلې ټول لوبغاړي ارزیابي کړي او د هغوی له منځه به غوره لوبغاړي د لوبډلې لپاره انتخاب کړي.

ښاغلي اشلي په خپلو خبرو کې وویل؛ په لوبډله کې لویو تغییراتو راوستو لپاره وخت ته اړتیا لري؛ خو بیا هم اړتیا ده، چې د لوبې ډګر ته ښکته شو او بریا ترلاسه کړو.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون او نوي سر روزونکي ترمنځ تړون به د روان ۲۰۲۳ کال له ډسمبر میاشتې څخه د ۲۰۲۴ کال تر پایه دوام وکړي.

د افغانستان د فوټبال نوی سر روزونکی ۴۷ کلن اشلي مایکل وستوود د ۱۹۷۶ کال د اګسټ په ۳۱مه نېټه د انګستان په برایتون ښار کې زېږېدلی.

نوموړی د منچسټر یونایټډ د ځوانانو لوبډلې غړی هم پاتې شوی، چې په ۱۹۹۵ کال کې یې د ځوانانو حذفي جام سیالیو جام ترلاسه کړ.

همداراز اشلي له ۱۹۹۹ څخه تر ۲۰۰۰ م کال پورې د فرادفورد لپاره د انګلیس په لوبډله کې لوبه کړې ده.

د اشلي مایکل وستوود د روزونې تر ټولو بریالۍ دوره له ۲۰۱۳ څخه ۲۰۱۶ کال پورې هند په بنګلور په لوبډله کې وه، چې په I-League کې دوه ځله اتلولي او یو ځل د هند فدراسیون جام کې د اتلولي ترلاسه کول پکې شامل دي.

ښاغلی اشلي په همدې کلونو کې د هند د فوټبال لوبغاړو اتحادیې په ټاکنه دوه ځلې د دې هېواد د فوټبال د غوره روزونکي په توګه ټاکل شوی دی.

نوموړي همداراز د بلکبرن او بلکپوله لوبډلو کې د مومک روزونکي په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۸:۵۳
Background image

افغان ورزشکارانو د پاورلفټینګ نړۍ والو سیالیو کې شپږ مډالونه وګټل

د پاورلفټينگ افغان ورزشکارانو د " پاورلفټینک ٢٠٢٦ نړۍ وال جام سریز" سیالیو کې څلور د سرو زرو، یو د سپینو زرو او یو د برونزو مډال وګاټه.

له دغو مډالونو څخه فواد شرين سخن، جابر شرين سخن،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۸:۴۹
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۴
Background image

کابل کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د رګبي ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د رګبي ملي فدراسیون له لوري د ياد رياست په غازي سټيډيوم کې د کابل او کاپيسا ولايتونو څخه د څلورو لوبډلو ترمنځ د کابل رګبي لوبډلې ټاکنیزې. . .

BACK TO NEWS