هرات ولایت ته د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د تلونکي پلاوي له لوري ښوونیز سیمینار ترسره شو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۷ - ۹:۰
هرات ولایت ته د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د تلونکي پلاوي له لوري ښوونیز سیمینار ترسره شو

د هرات ولایت بدني روزنې او ورزش ریاست د جلساتو په سالون کې په ورزش سیالیو کې د پلان ګذاري، په اسلام کې د ورزش اصول او مقررات او زیان پېژندنې په برخو ښوونیز سمینار ترسره شو.

په دې ښوونیز سمینار کې د هرات بدني روزنې او ورزش رئیس محمد فایق فاضل، د ورزشي فدراسیونونو رئیسانو، د بېلابېلو ورزشي رشتو استادانو او روزونکو ګډون کړی و.

ښاغلي فاضل په خپلو خبرو کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست له کارکوونکو څخه د مننې ترڅنګ د ورزش د ودې او پرمختګ لپاره د دا ډول پروګرامونو پلي کول مهم وبلل په خبره یې؛ په اسلام کې د ورزش قوانینو او مقرراتو باندې پوهاوی د ورزشکارنو، استادانو او روزونکو له مهمو اړتیاوو څخه دي.

د دې ښوونیز سمینار په پای کې ګډونوالو ته د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست له لوري لوح تقدیر هم ورکړل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۹:۵۹
Background image
شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۹:۵۸
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د شل ورزشکارانو ترمنځ د جمناستیک نندارې ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د جمناستیک فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز جلال آباد ښار کې د شل ورزشکارانو ترمنځ د جمناستیک نندارې ترسره شوې.

دغه ورزشي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۹:۵۶
Background image

ننګرهار کې د پنځوس ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ووشو فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت مرکز جلال آباد ښار کې له اوو کلبونو د پنځوس ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ ترسره شوې.

دا. . .

BACK TO NEWS