کاپیسا؛ اتحاد چهار قوم لوبډلې د اله ساى ولسوالۍ د کرکټ لس اوره ټېپ بال سياليو اتلولي وګټله

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۱۶ - ۴:۴۸
کاپیسا؛ اتحاد چهار قوم لوبډلې د اله ساى ولسوالۍ د کرکټ لس اوره ټېپ بال سياليو اتلولي وګټله

د کاپیسا ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري د اله ساى ولسوالۍ په ورزشي ميدان کې د اله ساى ولسوالۍ د شاو خوا سيمو د اووه لوبډلو په ګډون د کرکټ ټېپ بال لس اوريزې سيالۍ د اتحاد چهار قوم لوبډلې په اتلولۍ سره پاى ته ورسېدې.

دغو سياليو چې يوه مياشت يې دوام وکړ په پايلوبه کې يې د اتلان مرکزي او اتحاد چهار قوم لوبډلې سره ولوبېدلې، د لوبې پچه د اتلان مرکزي لوبډلې وګټله چې په ټاکلو لسو اورونو کې يې مقابلې لوبډلې ته ١١٩ منډې هدف ورکړ.

په مقابل کې د اتحاد چهار قوم لوبډلې ورکړل شوى هدف د لوبې په ٩.٤ اور کې پوره کړ او د دې سياليو اتلولي يې خپله کړه.

د دې سياليو موخه د کرکټ ټېپ بال وده او پراختيا، ورزش ته د ځوانانو هڅول او د کاپیسا ولایت اله ساى ولسوالۍ د کرکټ ټېپ بال لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو ټاکل دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۱۰:۳۷
Background image

ميدان وردګ؛ چک ولسوالۍ کې د ۵۰غشي ويشتونکو ترمنځ د غشي ويشتلو ژمنۍ سيالۍ ترسره شوې

د ميدان وردګ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د بند چک ولسوالۍ په محمدیار خېلو کلي کې د دوو لوبډلو د ۵۰ غشي ويشتونکو ترمنځ د غشي ويشتلو سیالۍ ترسره شوې.

د يادې. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۱۰:۲۲
Background image

لغمان؛ علیشنګ ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په علیشنګ ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د علیشنګ مرکزي لوبډلې په اتلولي. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۱۰:۱۹
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال اباد ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز جلال آباد ښار په کابل کمپ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل. . .

BACK TO NEWS