کونړ؛ په څوکۍ ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو په ګډون د والیبال ټورنمنټ پیل شو

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۴ - ۱۰:۱۳
کونړ؛ په څوکۍ ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو په ګډون د والیبال ټورنمنټ پیل شو

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او والیبال فدراسیون په ګډه همکارۍ د دې ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې د حاجي عاشق الله والیبال کلب په کوربتوب د مشرقي زون ترڅنګ د مرکزي زون لوبډلو په ګډون د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال ټورنمنټ پیل شو.

د دغو سیالیو د پیل په لوبه کې د څوکۍ ولسوالۍ لوبډلې د نرنګ ولسوالۍ لوبډلې ته د ۳-۰ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه.

همداراز په دویمه لوبه کې د میدان ښار لوبډلې د ننګرهار اتحاد لوبډلې د ۲-۱ میدانونو په ماتې ورکړه.

د دغو سیالیو راتلونکې لوبه به د میدان ښار او څوکۍ ولسوالۍ لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

دغه سیالۍ به پنځه ورځې دوام وکړي، چې پر دوام به یې هره ورځ څلور لوبې وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۱۵:۳۸
Background image

ننګرهار؛ په روداتو ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په روداتو ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې.

د دغو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۱۵:۳۶
Background image

پکتیکا؛ په زیړوک ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت زيړوک ولسوالۍ په ورژاڼه سيمه کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د قاضي ځدراڼ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۱۰:۵۳
Background image

هلمند؛ په خانشین ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خانشين ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ اختر يز جام په نوم د ټېپ بال کرېکټ ګروپي. . .

BACK TO NEWS