په پکتيا کې د WTF تکواندو یو دیرش تنو ورزشکارانو ته د ارتقاء کمربندونه وروتړل شول
د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز ښار کې د سنجر آرین wtf تکواندو ۳۱ تنو ورزشکارانو ته د ارتقاء کمربندونه وروتړل شول.
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د پکتيا ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست مسؤولینو، د wtf, تکواندو مسؤولینو، ورزشکارانو او مینه والو ګډون کړی ۇ.
په پای کې د ورزشکارانو د ارزونې له مخې اوو تنو ته سپین، لسو ته ژیړ، شپږو ته شنه، شپږو ته آبي، او دوو تنو ته سره کمربندونه وروتړل شول.
