د دايکندي په خدير ولسوالۍ کې د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې
د دایکندي ولایت د بدني روزنې او سپورت امریت او دې ولایت د ځغاستې فدراسیون په همکارۍ، د یاد ولایت په خدیر ولسوالۍ کې د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې.
په دې سیالیو کې ۴۰ ورزشکارانو ګډون کړی و او ۴۰۰ متره واټن یې وواهه.
په پایله کې جاوېد اخلاق لومړى، نجيب الله دويم او عارف درېيم مقام خپل کړ.
د سياليو د ترسره کولو موخه په دايکندي ولایت کې ورزش ته د ځوانانو هڅول او دې برخې ته وده ورکول وو.
