د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې سريلانکا ته هم ماتې ورکړه
د افغانســــــــتان کرکټ ملي لوبډلې د ٢٠٢٣ پنجوس اوريز نړيوال جام کې په خپله شپږمه لوبه کې سرېلانکا لوبډلې ته د ٧ ويکټو په توپیر ماتې ورکړه.
افغان ملي لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړى يې د سريلانکا لوبډلې ته د توپوهنې بلنه وکړه، چې سريلانکا لوبډلې په ٤٩.٣ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره افغانستان ته د ٢٤٢ منډو هدف ورکړ.
افغان لوبدلې ورکړل شوى هدف د لوبې په ٤٥.٢ اور کې پوره کړ او د سريلانكا لوبډلې ته يې د ٧ ويکټو په توپیر ماتې ورکړه.
د افغانستان لپاره په توپوهنه کې رحمت شاه زرمتي ٦٢، ابراهیم ځدراڼ ٣٩، کپتان حشمت الله شاهدي ٥٨ ناسوځېدلې ، عظمت الله عمرزي ٧٣ ناسوځېدلې منډې وکړې.
همداراز د افغانستان لپاره په توپ اچونه کې فضل الحق فاروقي ٤، مجيب الرحمن ٢ عظمت الله عمرزي او راشد خان يوه يوه ويکټه تر لاسه کړه.
